FANDOM


د وينو رنګ په لمبو څنګه ښکاري
تا له تصوير په ګلاب جوړ کړم که نه؟
سترګې دې ډکې شوې په بله اوړي
کاسه راواخلم شراب جوړ کړم که نه؟
شونډې دې شور غواړي سندرې غواړي
سندره وايي رباب جوړ کړم که نه؟
ګونګو جذبو له چې دې ژبه ورکړي
ستا په نوم داسې کتاب جوړ کړم که نه؟

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki