Fandom

شعرونه

آيينې

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

څومره زه د ژوند له دایرې نه لرې پروت یمه

ستا د خوږنظر له زاویې نه لرې پروت یمه

ډیر کلونه مخکې مې لا روح له تنه وتی وو

لا هم پر دې وچه هدیرې نه لرې پروت یمه

خلک بختور دي چې تر ستورو رسیدلای شي

زه خو دې د حسن مدینې نه لرې پروت یمه

ما روزګار وهلي نه دا خپله څیره هیره ده

ستا د ښکلو سترګو له آیینې نه لرې پروت یمه

ما د مینې تږي بلا ډیرې چیغې وکړلې

نور مې ستونی وچ دی میخانې نه لرې پروت یمه

چا مې چې هادي د زړه ماشوم په غیږ کې ونیوه

دا ظلم خو ګوره له هغې نه لرې پروت یمه

۰۸ اپریل ۲۰۱۲

سیډني

Also on Fandom

Random Wiki