ويکي شعرونه
Advertisement

څپې څپې څپې شه اباسينه که مې وړې

زما د ژوند لمحې شه اباسينه که مې وړې

خواره واره دامونه د وصال په هره لور کړه

لمنه د ليلې شه اباسينه که مې وړې

له برې راته راوړه ټول غمونه د جانان

په ورو، ورو رانږدې شه اباسينه که مې وړې

د ژوند د پرېشانيو رانه مه کوه پوښتنه

د اوښکو قافلې شه اباسينه که مې وړې

سلگيو کړم ستومانه ماڼيجنه يم له ژونده

راپورته شه لمبې شه اباسينه که مې وړې

بې کوره بې وطنه يم چې تانه پنا غواړم

اسره د بې اسرې شه اباسينه که مې وړې

په اوښکو لوند گرېوان مې راته ستا لمنه ښکاري

بې ځانه وسوسې شه اباسينه که مې وړې

حرام مې کړه خوبونه او څپې واخله بې شانه

غزل د (صفيې) شه اباسينه که مې وړې

وېشنيزه:صفیه صدیقي وېشنيزه:شعرونه ا

Advertisement