Fandom

شعرونه

اتلان

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

قـلـمـه پــاڅــه نــن راوېــښ شــه اتـــلان وســتـائــه
د مــحــبــت د غـېــږې واړه ټــول یــاران وســتــائـــه

د ژوند بازار نه چـې سـفر کـړي هــغـې دونـیـا تــه
یـاد ئــې تــازه کــړه پـښـتـانـه قـهـرمـانـان وســتـائــه

د خپـلـواکۍ د ژوندون نـاوي چـې سیـنګار سـاتـله
د ازادۍ د کـاروان مـشـر مـیـرویس خــان وســتــائــه

چې ئې مـغول په پښـتـنــه خــاوره بـې ســاه ســاتـلـې
د خـوشـحـال خـان قـلـم او تـوره پـه میدان وستائه

دا چې ډیلې پورې حکومت هم پښتنو دی کړی
د احــمـد شــاه ابــدالــې عـظم هــر زمـــان وسـتـائــه

چــې ئــې پـښــتـون د تــشـدد څـخـه هـم لـرې ســــاتــو
فـخـرې افـغـان هــم ورســره مـو صـمـد خان وستائه

چې د پښتو لیلا اوربــل کــې ئــې ګلــونـه ټــومـبل
مــلـې رهــبــر د پــښـتــنــو مــو ولــې خــان وسـتـائـه

چې په پـښـتو بانـدې مـيـن پـښــتـو لـيـلا وه د دې
دا کبـیـر سـتـوری د پښـتـون قـام تـرجـمان وسـتـائه

چـې ئـې فـکـرونـو دې سـیـاسـې ادب تـه سـاه ورکـړي
هـغـه مــلـنـګ اجـمـل خـټـک مـو پـه جـهـان وســتائــه

هـغـه چـې یاد ئې څوک لمانځې نه په وطن شهيدان
هم هـغه پیـغـلـې مـاشـومـان هـغـه ځـوانـان وسـتـائـه

د پښتنو قامې وحــدت چـې ستـر لارښـود یــادېــږي
هـم پـه ژوندیـو کې زمونږ مشر افضل خان وستائه

نسیمه سـتوریـه د تــاریــخ لمـــنـې ويــاړې پـــه دوي
د پــاکــې خــاورې ای قـلـمه پـاک مـشـران وسـتـائـه

Also on Fandom

Random Wiki