Fandom

شعرونه

اجل

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

چې په کوم لور نظرونه تاوه وو

په مغرورو باندې غرونه تاوه وو

زر او زور او د تور زړو، نه نفرت کړو

په سپين زړه کې سپين سپين زړونه تاوه وو

لوى خالق لرو د وخت غلامان، نه يو

مونږ د ځان پسې وختونه تاوه وو

جنگ ته ځو په شهادت باندې مئين يو

له سرونو کفنونه تاوه وو

نېکټائي خو د غلام ژوندون ثبوت دى

مونږ خپلواک کمر بندونه تاوه وو

هر يو ول ئې سم اجل کفر ته ښکاري

پټکي ځکه ولونه ولونه تاوه وو

فدايان يو ټول جهان رانه ډاريږي

له ځانونو، نه بمونه تاوه وو

ځان زندان ته جوړؤو د ماشومتوب نه

په سوزنيو کې ځانونه تاوه وو

مظلومان سينې ته نيسو ښکلوؤ ئې

په ظالمو ورمېګونه تاوه وو

هغه څوک چې دې غريب ولس ته غله دي

په دې خلکو به لاسونه تاوه وو

چې زمونږه غږ څوک نه اوري غافل وي

خاماخه به پرې غوږونه تاوه وو

مونږ پرې فخر کړو پرې نه ژاړو( مفتونه )

شهيدانو نه ګلونه تاوه وو

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on Fandom

Random Wiki