Fandom

شعرونه

احتجاج

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

ای زمانې! ستا رنګينو ته سلام

دا ستا خوږو، دا ستا ترخو ته سلام

بس دی ستا زړه کې يو طوفان جوړوم

ځان ته د ځان غوندې جهان جوړوم

چې د ورورۍ او عدالت جهان وي

چې بس د مينې محبت جهان وي

چې تازه لوړ انسانيت وي پکې

چې هر خواخوږ جمهوريت وي پکې

ای زمانې! ستا رنګينو ته سلام

ډېر دې د سپين تهذيب په توره بلا

زما د تن هډوکی وشپېللو

په نرمو نرمو او پستو خبرو

تا ډېر زما رګونه وزبېښلو

نور مې په تن کې وينه پاتې نه ده

چې ته يې وڅښې سپينه پاتې نه ده

ستا د چلبازو پستو خلو ته سلام

ای زمانې! ستا رنګينو ته سلام

ستا د فرېب دا رنګينه پېټاره

تورو مارانو ډېر خوړلی يمه

د خوږ خولې سپينې جامامې د لاندې

دغو ډاکوانو ډېر لوټلی يمه

اوس د لستوڼي ماران ښه پېژنم

دا د مطلب اشنايان ښه پېژنم

ځان ته د خپل مرض درمان جوړوم

ځان ته د ځان غوندې جهان جوړوم

چېرته د هغه مداريانو په تار

موږ د پوتلو په شانې وګډېدو

چېرته د دغو ډنډه مارو په لاس

مونږه د وږو غوندې وټکېدو

موږ ټول خواږه دښمنان وپېژندل

موږ زاړه نوي ياران وپېژندل

ستا پخوانو او اوسنو ته سلام

ای زمانې! ستا رنګينو ته سلام

څوک د لندنه نازل شوی نبي

څوک د انګرېز خليفه شوی بابا

دغه د يو په تار ختلی ګوډۍ

هغه په بل پورې تړلی ګوډا

د بل سورنا ته ګډېدونکی پرېږدم

د بل په مزي تاوېدونکی پرېږدم

ځان ته د خپل منزل کاروان جوړوم

ځان ته د ځان غوندې جهان جوړوم

زمانې! ستا اسلام مې هم وليدو

دی خو په کلب کې ګډېدی هم شي

دغه ته څنګه دين ايمان ووايم

چې په نوټونو خرڅېدی هم شي

زما اسلام څه ډېر معصوم غوندې دی

منم چې نن سبا مظلوم غوندې دی

ستا نوي نوي نظريو ته سلام

ای زمانې! ستا رنګينو ته سلام

چې د زلميانو نه زلمۍ جوړوي

دغه تعليم او تربيت مې وليد

چې د شالونو نه شړۍ جوړوي

د دې تهذيب دغه صفت مې وليد

دا اپوټه تهذيب مې و آزموييلو

دا بازاري طبيب مې و آزموييلو

ځانته نسخه د خپل لقمان جوړوم

ځانته د ځان غوندې جهان جوړوم

ته د بمونو او ګيسونو خدای يې

زه د الله د رحمتونو بنده

موږ سره يو ځای چلېدلی نشو

دواړه يو کور کې اوسېدلی نشو

بس دی ستا لويو او وړو ته سلام

ای زمانې! ستا رنګينو ته سلام

زمانې! تا که فرعوني را اخيستې

زه ورته بيا يد بيضا لټوم

دا جادوګرو جادو ملک ونيوه

زه ورته بيا هغه امسا لټوم

د شاه زلمي وينې غورځنګ تېزوم

په پښتني وينه کې ننګ تېزوم

په خپله خاوره خپل عزت جوړوم

ځان ته جونګړه د غيرت جوړوم

ای زمانې! دا ستا تيارو ته سلام

Also on Fandom

Random Wiki