FANDOM


ملګرو دا خبر مو ولې په احساس كې نه شته
توره مو لاس كې ده خو واك يې زمونږ لاس نه شته

پام چې د ننګ او دغرورسرونه كښته نه كړئ
داسې شمله ده چې دا هېڅ د بل په راس كې نه شته

دا ستا پېوند،پېوند كالي او خړ څادر جانانه
قسم چې دغسې ښائيست په بل لباس كې نه شته

جانانه ستامئ ګونې شونډې چې په شونډو كېږدم
ولا د دغو مئيو كيف په بل ګيلاس كې نه شته

نور ترې پرېوزم ما پښۀ دژوند ركاب كې يښې
نظيره نوره مې مزه د ژوند په اس كې نه شته

۱۹-۳-۲۰۰۸

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki