Fandom

شعرونه

اختره

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

اختره مونږ نه خوشحالي مه غواړه
لاســــــونه سره نوي کالي مه غواړه

دلته د هر چا په کور غــــــــــم پرېوتی
په چــــا هم تندر په چا بـــــــــم پرېوتی

آ لوړ منار زمــــونږ د چــــــــم پرېوتی
اوس نو اتڼ زمونږ مستي مه غواړه

اختره مونږ نه خوشحالي مه غواړه
لاســـــــونه سره نوي کالي مه غواړه

ډېـــــرو غمو مونږ نه خندا هېره کـــړه
دی بېوسو مونږ نه موسکا هېره کړه

مونږ يې راتلو ته ستا تابيا هېره کړه
ددې مجبور کلي دوستــي مه غواړه

اختره مونږ نه خوشحالې مه غواړه
لاســـــــونه سره نوي کالې مه غواړه

د خټو کــــور مې سېــــــــــلابونو وران کړ
څه زلــــــــزلو څه طـــــوفانونووران کــــــړ

ګــــودر چنــــــار مې راکټونو وران کــــړ
اوس ډېر غريب يمه خــــــاني مه غواړه

اختره مونږ نه خوشحالي مه غواړه
لاســـــــونه سره نوي کالي مه غواړه

ورشه مشران زمـــــــا بې صبره ښـــکاري
نن غـــلامـــان درته بې صـبره ښـــــکاري

دا خود خواهان درته بې صبره ښکاري
لــــه دې چاپړوسو نه راستي مـه غواړه

اختره مونږ نه خوشحالي مه غواړه
لاســـــــونه سره نوي کالي مه غواړه

(هلــمنده) اوس به څوک اختر ولمانځي
 تشو لاســــــو خاورې په سر ولــــمانځي

ياپه کابل او يـــــا خـــــــيبر ولــــــــمانځي
تېر شه له مــــــــونږ نه شيريني مه غواړه

اختره مونږ نه خوشحالي مه غواړه
لاســـــــونه سره نوي کالي مه غواړه

Also on Fandom

Random Wiki