FANDOM


زموږ په چم کې ټول غمونه دي اختر نه راځي

خپه په دې يمه ملګرو چې دلبر نه راځي

د انتظار سترګې مې سرې په شبګيرونو شولې

ستا د راتلو لارې ته ګورم خو سهر نه راځي

چا مې په وخت د ځنکدن کې راته داسې ويل

په زړه د صبر تېږه کېده سترګور نه راځي

زما د زړه د تېږې ګله نور مې وينه مه څښه

د زړه پټي ته مې د اوښکو سمندر نه راځي

" تړونه " زړه دې نور د اور په کاڼو مه غوړوه

زمونږ جونګړې ته خو هغه مرور نه راځي

 کونړ – ٦- ١٠ – ١٣٧٨

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki