Fandom

شعرونه

اختر کله راځي؟

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

روژه،برات او نوي کال بختور کله راځي؟

په زړه سپيځلي تر کعبي منور کله راځي؟

کيداي شي ټول به پري خبر وي خو مونږ نه يو

خبر خداي زده تر مونږه پرديسيانو خبر کله راځي؟

تاسو خو يوبل ته ورغاړي شوي اختر مو جوړ کړ

دوچو شونډو مسافر به اخترکله راځي؟

کلونه وشول چي مو سره لاسونه ليدلي نه دي

په سرو لاسونو د مودي مرور کله راځي؟

چي په ځپو،ځپو مو يوسي تر خاورينو کوټو

د هغه خوب دتعبيرونو اثر کله راځي؟

"ځدراڼه"راشه چي اوده شو که په خوب کي راشي

ښه پري پوهيږي چي په ويښه دلبر کله راځي؟


٢٠٠٦,١٢,٣٠

سويډن د ارلف ښار

Also on Fandom

Random Wiki