ويکي شعرونه
Advertisement

هـميشه لرم په زړه کښـــی ارمان ستا

ليونی کړم د هجر خفـګان ســــــتا

که سپین مخ دې لږ په خواب کښی راښکاره کړو

ياره وايـه څـــه به وښـــې تاوان سـتا

د جـهـان ماڼــــي پـه شـــېــــورځنـې هیرې

کـه چـا ولـیـده مـنزل او مـکان سـتـا

هر ګلشن له خــزان شــتـه پـه دنیـا کـښــــې

تـل تـرتله بـه تازه وې بوستان سـتـا

په خـسـرو به هــغــه ورخ د لـوې اخـتـر وي

کـه يـې ولیـدل له ورایـه چـشمان سـتــا

وېشنيزه:خسرو اپريدی

Advertisement