Fandom

شعرونه

اروا او ځنگل

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

ماځنګل و آزمویه

ما له ځنګله سره نفس و یوست اوځان مې شین کړ

او زما وجود د ځنګله شنه بدن کې وغځېده

ماله ځنګله سره څوشپې تیرې کړې

او د کوچني سیند له سندروسره وبهېدم

ماپه ځنګله کې ځان پخپله ورک کړ

ځنګل زموږ په شان دی:

شاړ

مهربانه

او وحشي خوښکلی

ځنګل زموږ په شان نه

زموږ د اروا په شان دی

هلته هم پړانګ اوسیږي

او هم د ستړې هوسۍ ښکلي بچي

ځنګل کې مار له ونې ځان راتاو کړي

او د مرغیو ځاله ټوله له بچو تشه کړي

ځنګل زموږه د اروا په شان دی

دلته لیوه او غزال دواړه اوسي

ځنګل له ځان څخه دویرې په شان

له ګڼو بوټو لاندې تورې بلاګانې اوشیشکې ناڅي

شپه په ځنګله کې ستوري یو یو ښکاري

اوسپوږمۍ څاڅکی څاڅکی څاڅي

له شنوګڼو څانګو

دلته د باد نغمه له پاڼو سره لوبې کوي

لکه ددنګې نڅاګرې د پایزیب شرنګهار

خو د ځنګله سهار د ښکلې معشوقې د سپینې غاړې په څېر

همدومره سپین

همدومره روڼ

همدومره پوست دی منې؟

چې کله ویښ شې بیا یې ښکل کړې نو

الله اکبر

یوه نرۍ لار د ځنګله د بوټو منځ کې تللې

د وچو پاڼو پرې غالۍ خوره ده

دا لار زموږ د ژوند تر پایه اوږ ده

چېرته یو ورک لاروی نه شته چې سلام دې واخلي

او وچې پاڼې به ماتیږي ستا تر پوندو لاندې

ځنګل زموږ د یارانې په څېر دی

ځنګل زما په څېر یاغي

خو ستا په څېرښکلی دی

ما ځنګل و آزمویه

اوته زما د روح ځنګل ته راغلې

له هم هغه ازله

کله چې ته خپه شې

نوځنګل اور واخلي اوونې سوزي

کله چې ته وخاندې

پرځنګله شړکنده باران وریږي

۸- سپتمبر۲۰۰۴

مریلند- کوز اډیلفی ځنګل

Also on Fandom

Random Wiki