Fandom

شعرونه

اروا ښاد ګل پاچا الفت ته

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

ستا دالفت ډیوه په لاس وه اوس تیـــــارې پریوتي

ځکـــــــــــــه وطن کې د دردونو افســـــــانې پریوتي

د هغه یو افغــــــــــــــــان په نوم چې تا وحدت ته بلل

اوس یې په کلي او بانـــــډو کې دغم شپې پریوتي

د پاک احساس او د ورورۍ خبرې کمې ښـــکاري

ځکــــــه په سمــــــــــــــــه او میرو کې ادیري پریوتي

د وطن دښتې او ابادې یا ویجـــــــــــــــــــــاړ ځایونه

په هر قـــــــــــــــدم کې د ژوندیو جمــــــجمې پریوتي

څومره وحشت او بربریت شـــــو په بې وزلو خلکو

په ادیرو کې په زرهــــــــــــــــــــــاوو جنازې پریوتي

څوک به یې راټول کړي دا بې زوره زوروره خـلک

چې د نیکـــــــــــــــونو افتخار جګې شملې پریوتي

راځئ ای وروڼو افغــــــــــــــــــاني الفت ارمان لپاره

چې سره یو شو ګنې خدائیـــــــګو معجزې پریوتي

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on Fandom

Random Wiki