که ستا لمر مخ نارنجيستان، د سباوون راسپړي
پسرلني سمسور گلان، زما گليون راسپړي
زه راوتلی له بټۍ د زمانې مخسوری
د ښنه به ما ته څه کيسې د بل ازمون راسپړي
دي خسروان سر پر سجده زما د مينې برم ته
فرهادي هوډ مې، خزانې د بېستون راسپړي
سپېڅلې لار مې نه پرېږدم، د چا په ورم او وراشه
راته هر څو که فلسفې، د اپلاتون راسپړي
لومړی ياقوت ورته د اوښکو د وېرژلو بويه
که څوک ناپوهه گوهري گنج د قارون راسپړي
زما پرهر پرهر زړگی ، لا رغېدلی نه دی
زاړه زخمونه يې، له سره بيا بېلتون راسپړي
راورېدلي تېر يادونه، پر ورشو د ذهن مې
تېر پرتمونه له جېلمه، تر جيحون راسپړي
په خپله سر تر پايه ټول،په گناهونو کې ډوب
ما گناهگار پسې دفتر، د نن پرون راسپړي
زرتشتي اور به په لمن، دا هريمن پورې شي
چې يې اور پښتي ، خوگلـنونه د اورتون راسپړي
د مينې لار کې تويې وينې، تويې نه دي تللې
تک سره غاټول مې ، د بلهارو مړېستون راسپړي
هېڅ مې مرگونې منگنۍ، سيلۍ وژلای نه شي
د مرگ خزان لکه سپرلی، تازه ژوندون راسپړي
زيار به لاس وانخلي له داسې استازگري غزل
چــې يې رديف او قافيه ، نوی مضمون راسپړي!
اکسفورډ
۶./ ۲ / ۹۸
وېشنيزه:مجاور احمد زيار وېشنيزه:شعرونه ا