چين و عرب زما دی هندوستان زما
مسلم يمه وطن دی واړه جهان زما
سينې زموږ خزانې توحيد د امانت دي
مشکله ورکول دي د نوم نښان زما
په ټولو بتخانو کې دا يو کور د الله دی
مونږ دې ساتو په مينه دی پاسبان زما
د دې په ننگه باندې مونږ ټول يو قربان شوي
هغه جلوه لا ښکاري په درست جهان زما
په سورو کې د تورو لوی شوي يو ځوانان يو
د سر قربانول دی آرام جان زما
په دشتو د مغرب کې مې وشرنگو آذان
چا نه شو بندولی سېلاب روان زما
باطل ته ټيټېدونکی زه کله يم اسمانه
سل واره دې اخيستی دی امتحان زما
د اندلس ښه باغه هغه ورځ دې په ياد ده
چې و ستا چمنو کې ښايسته مکان زما
د دجلې لويه سينده هر موج دې يادوي موږ
هر وارې چې تاوېږي کوي ارمان زما
ااې لوړو غرونو د خيبر څه ياد مو تېر ساعت دی
زينت چې مو د سر وو ښايسته زلميان زما
سردار د قافلې مو بادار دی د حجاز
پر دې نامه دی پاتې عزت و شان زما
جرس کوچ په زوره ښه وشرنگوه پاڅه
خادم که ځان ته وايي اوس شه ساروان زما
۱۳۱۴
وېشنيزه:قيام الدين خادم وېشنيزه:شعرونه ا