Fandom

شعرونه

اشنا مېلمه

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

اشنا مېمله مې غزلونه مو يو بل ته ووې

پس له مودو د زړه حالونه مو يو بل ته ووې

د هجر وېره راپسې وه ملامته نه وو

په وينو سره سره دليلونه مو يو بل ته ووې

څه په ارمان ارمان اوښتي و وختونه په موږ

ما او مليار چې خپل خيالونه مو يو بل ته ووې

د ځوانيمرگې ځوانۍ ما سره به بل څه کيسه؟

تېرې وعدې، نېټې، کلونه مو يو بل ته ووې

د زمانې بنديخانې حسابېدلې کله؟

څومره تاڼې، څومره جېلونه مو يو بل ته ووې

هر څه به وو خو د زړه خواله يې بللى نه شم

لکه قاضي، مجرم سوالونه مو يو بل ته ووې

اشنا ته دا ځل بېکسياره ما وې زړه به سپړم

خو وخت چې راغى جنجالونه مو يو بل ته ووې

.

Also on Fandom

Random Wiki