په مظلوم چې کوم انسان نکړي غېرت
هغه هېڅکله په ځان نکړي غېرت
تش په خولۀ دعوه کوي مسلمان نه دى
چې په خوږ نبي(ص) سلطان نکړي غېرت
يو ذره ايمان په هغه چا کې نشته
نن سبا چې په قرآن نکړي غېرت
افسوس نن د مسلمان عزت لوټ کېږي
خو پرې بل يو مسلمان نکړي غېرت
اې ( مفتونه ) نه پښتون دى نه افغان دى
چې په ګران افغانستان نکړي غېرت
١٣٨٤ مار غر سيمه
وېشنيزه:اکرام الدين مفتون وېشنيزه:شعرونه ا