Fandom

شعرونه

افغانستان

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصره1 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

قربان دې شم له دښتو او له غرو افغانستانه
وطن يې د باتورو شازلمو افغانستانه

کوکري او ګيدړان در تللى نشي پاکې غېږ ته
يو ځاله هېئبتي يې د زمرو افغانستانه

خپلواک ازاد وطن يې غلامي دې کړې نه ده
ښکاره يې لکه لمر په تاريخو افغانستانه

مفسدو ته دوزخ شې ورته ورکړې عذابونه
سنګر د مجاهدو توريالو افغانستانه

پتلون او نېکټايي او سرتور سر او قراقول ته
مرګونى شان ګزار يې د شملو افغانستانه

خواص انقلابي لرې جنګي جنګي وطن يې
د کلک عزم خاونده د جذبو افغانستانه

کفري خزان دې غېږه کې ګلان کړل پاڼې پاڼې
دا ځکه معطر يې په وږمو افغانستانه

واړه واړه بچيان دې قرباني کړل په بدل
خو ودې کړه دفاع د مېلمنو افغانستانه

په دين باندې مئين يې په پښتو باندې مئين يې
د پاکو غېرتمنو پښتنو افغانستانه

ستا غېږ کې مو کرلي دي ځوانان لکه ګلونه
اومېد درنه لرو د پسرلو افغانستانه

د پاکو شهيدانو جنتي غوندې منظر يې
( مفتون ) به دې ستايم په ترانو افغانستانه

Also on Fandom

Random Wiki