Fandom

شعرونه

افغاني ترانه

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

په زړه د اېشيا کې يو لال د بدخشان يم

افغان يمه افغان يم

روغ شوی په عمرونو پوخ شوی په عمرونو

په مېنځ د کوهستان کې لوی شوی په عمرونو

تاريخ ته د قومونو پخپله زه داستان يم

افغان يمه افغان يم

دنيا شوه منوره زما له کوهستانه

نړۍ شوه بهره وره له دې باغ و بوستانه

اوچت له ټولې زمکې په بام د دې جهان يم

افغان يمه افغان يم

قومونه د دنيا ټول بدل او رابدل شول

په ژرنده کې د دهر میده ميده او دل شول

بابل او ني نوا ته زما اورونه لاړل

آتن ځنې روما ته زما فکرونه لاړل

تبليغ د سړيتوب ته ورغلی تر جاپان يم

افغان يمه افغان يم

د فکر انقلاب ما راوړی دې جهان ته

برېښنا د سپينې تورې مې وښوده اسمان ته

د هر ظلم په مخ کې د عدل نګهبان يم

افغان يمه افغان يم

راسخ مې مليت دی محکم مې قوميت دی

دښمن مې تل شړلی له خاورې په غيرت دی

ثابت په يوه حال يم زه قطب د اسمان يم

افغان يمه افغان يم


کابل ۵ د وږي ۱۳۳۹ ل. کال

Also on Fandom

Random Wiki