Fandom

شعرونه

الفت ته

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

د پښتو په لوى درياب کې
د قيمت نه ډک ګوهر يې

ننګ ناموس دې تل شعار دى
د ميرويس نيکه ټبر يې

بې پروا يې نه ډاريږې
د دښمن زړه ته خنجر يې

تل د عدل طرفدار يې
د مظلوم په حال خبر يې

د پښتو په قافله کې
راه نما د ټول لښکر يې

ستا له علمه ډېر خړوب شول
ته پدې دنيا(کوثر) يې

ستوري ستا نه رڼا اخلي
د پښتو د آسمان لمر يې

ستا حاجت نشته بل چاته
ته پخپله معتبر يې

ستا په شان به مور رانه وړي
ته خو بل رنګه بشر يې

د الفت او مينې ډک يې
چې د هر سړي دلبر يې

ستا صفت کله خلاصيږي
څومره ډک ته له هنر يې

چې ژوندى يم تا به ستايم
د ( هېواد ) د زړګي سر يې

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on Fandom

Random Wiki