FANDOM


ته خو هر وخت له سندور الهام اخلې
واخله څو ژوبلې سندرې مې راوړي
اوس په ستنو مې اغزي له پښو باسه
د نخاس دسر ګور ګورې مې راوړي
د ښامار ترخه ججوره مې څېرلې
يو دوه لپې مرغلرې مې راوړي
خپل تندى پرې ماتوم چې نيمه شپه شي
د راسا کلکې کمرې مې راوړي

 څو سندرې ترې په خپلو وينو اخلي
د خپل کلي سندر مار ته دې زړه ورکړ
شنې کوترې ورنه سرې مښو کې راغلې
ډېره ښه شو ه چې چنار ته دې زړه ورکړ
سرې پېلوځى يې له سرو سترګو راوځي
د ځنګله د سرښامار ته دې زړته ورکړ
وچکالي ده خپلې اوښکې ورته ډنډ کړه
 چې خپل څانګې ، څانګې يار ته دې زړه ورکړ

ورکه شوې ښاپېرۍ به را پيدا شي
دها لېرې غرو ديوان مې خبر کړي
ستا دلمر غوندې ښايست په برکتي شي
ختم کومه طالبان مې خبر کړي
څو بدرنګ درځنې خپله ښکلا اخلي
راڼه ستوري د اسمان مې خبر کړي
ګاونډي لالي له چرسو چلم ډک که
دېره ګرمه که ياران مې خبر کړي

نرۍ غاړې لکه زاڼې باڼه راشي
د چا خوږ زړګي کې غلي دلته کېني
دغه خوږ کابلى زړه د جرګو کور شي
پکې ځو تنه ښاغلي دلته کينېي
صنوبر به له تمبه غرونو راستون شي
تور ديوان به لاس تړلي دلته کينې
خير دچرسو چلمان به ترې په څنګ کړو
څه به ښه وي که دا ښکلي دلته کيني

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki