Fandom

شعرونه

الهي د محبت سوز و گداز را

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

الهي دمحبت سوز و گداز را

په دا اور کې د سهی سمندر ساز را

تن پرور بلبل دې عيش کاندې په گلو

پروانه لره په اور،زما پرواز را

که مې نه زمويې،په ويار د وږو سترگو

می د عشق په ميخانه کې د مجاز را

چې نظر له ناتوانې وچاته نه کا

دهغو بيمارو سترگو،نياز وناز را

چې مې نه وي،سرکوزی چاته بې ښکليو

له دولته دعشق هسې کبر وناز را

اضطراب مې دحرص کړې له زړه نه لرې

قناعت قوي لنگر،ددې جهاز را

که مې نه پا شوې،سِر زيد وعمََرته

خپل زانو لکه نرگس محرم راز را

څو به گورم دقيامت و ورځو شپو ته

دا انجام په دم قدم کې د اغاز را

د"حميد"محموده رايشه پخپله

کمينۍ لره کمال زما اياز را

Also on Fandom

Random Wiki