Fandom

شعرونه

انقلاب دى

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

مزه نه کا سينګارونه انقلاب دى
جوړؤو به سنګرونه انقلاب دى

په هر ځاى کې دى اختيار د ظالمانو
په مظلوم کېږي ظلمونه انقلاب دى
اې ملګرو ځان سختېو سره بلد کړئ
را روان دي تکليفونه انقلاب دى
لوږو تندو مرګ او درد سره اشنا شئ
په اسلام به کړو جنګونه انقلاب دى
د غفلت دغه سپېره خوبونه پرېږدئ
تېرؤو به شبګيرونه انقلاب دى

د ښارونو دا بې خونده ژوندون هېر کړئ
قبلوؤ به دښتې غرونه انقلاب دى
خوبېدل ذده کړئ په کاڼو او په خاؤرو
بيا به نوي بالختونه انقلاب دى
يو او بل ته به دعا کوو ملګرو
سره کړو به بخششونه انقلاب دى

په کوثر به ملاقات کوو ( مفتونه )
اوس مشکل دي ديدنونه انقلاب دى

١٣٨٤

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on Fandom

Random Wiki