Fandom

شعرونه

اوبه راوړي

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

ښاپېرۍ له ورېځو دوه ګوټه اوبه راوړي

وايي خداى (ج) خبر که دې چم کې باران شي

راشه مخ د ښاپېرۍ په اوبو وينځه

چې رڼې سترګې دې لا ل د بدخشان شي

 په تندي کېيې څلور کتابه ليک دى

ستا غزل به دغزلو ترجمان شي

ښه په مينه سندريزه خندا وکه

چې سپرلى شي څانګې ، څانګې ارغوان شي

دا دا نه ،دانه زلمي به اخر پوه شي

ټول به راشي يو ميدان ته به راټول شي

په يوه خوله به يا هو او الا هو کړي

خداى (ج) به خير کړي په ګډا به ورته ډول شي

ښاپېرۍ به دګودر په غاړي کينېي

ستالاسونه به د سرو زرو کنډول شي

خداى (ج) خولوى دی اخر شين باران به وکي

څه غونډۍ به شي لونګ څه به غاټول شي

وخت څه لېرې نه دى ډېر رانژدې شوى

هره شپه رڼا را درومي له اسمانه

د ټوپک خوله به ورماته د زوګير شي

 بيا به نه وي دانسان وينه ارزانه

لاس تړلى به منصور له داره خلاص شي

دار به خلاص شي د منګولو ددنيا نه

يو کاروان د غزل توري به کړې مخکې

ورپسې به سندرو ځې کاروانه

١٠ – ٦ – ١٣٨٠

کونړ

Also on Fandom

Random Wiki