اور
زما خټه چې خوشته کړه
په څه اور يې ابته کړه
چې يې نه وژنم ورييتيږم
چې يې وژنم لا لمبه کړه
نور همه يې دځان جوړ کړم
د شيطان يې يوه ذره کړه
څومره زه چې ورنږدې وم
دومره غټه يې پرده کړه
چې جنت وته روان شوم
دوزخ ليري دروازه کړه
چې دوزخ ته ورنږدې شوم
چا بچی بچی نعره کړه
خدای دې ورک کړه دزړه اوره
تا د ژوند ورکه مزه کړه
وېشنيزه:خان عبدالغني خان
وېشنيزه:شعرونه ا
Advertisement
۲٬۶۷۶
pages
Advertisement