Fandom

شعرونه

اور اخیستی

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

زمونږ د کلي د کنډرو جامو اور اخيستى

چناران سوزي د ګودر و جامو اور اخيستى

خدايه چې کله به کاڼه غوږونه وتښنوي

زمونږ په ژبو د سندرو جامو اور اخيستى

د خيال مطرب په لاسو شل د رباب ژبه ګونګه

غومبره چې نشته د کوترو جامو اور اخيستى

ښکلو خو مونږ باندې د سرو شونډو پيرزو ونکړه

ځکه زمونږ د ببر سرو جامو اور اخيستى

چې د باران لپاره تاته يې سجدې کولې

خدايه د هغو مسافرو جامو اور اخيستى

اوس يې ديوان رانه تر قافه په دمه دمه وړي

د ښاپېريو نه د پرو جامو اور اخيستى

” تړونه “ اوس يې هغه دنګ سرونه وژرېدل

 زمونږ د غرونو د نښترو جامو اور اخيستى

Also on Fandom

Random Wiki