Fandom

شعرونه

اوس مې جا نا ن ته رسېد لى د ى ل اس

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

دانن دمينې زمانه كې پروت يم
كه د اشنا په زنګانه كې پروت يم
زه لېونى دپانګ نه يم خلكو
په خړه خاوره بيابانه كې پروت يم

نه مې دا وږى نظر موړ شو په يار
نه مې دا پام ورنه په بله اوړي
ساقي ليدلى يو نظر دى پرون
وګورئ جام ورنه په بله اوړي
زه ملامته (( زلېخا)) نه ګڼم
ځكه (( غلام)) ورنه په بله اوړي
لكه (( يوسف ع )) انكار له مينې كوم
ځكه په توره جېلخانه كې پروت يم

زه لېونى دپانګ نه يم خلكو
په خړه خاوره بيابانه كې پروت يم

ما د(( ميا اعلي بابا)) په پند مه تړئ
ما لېونى خپل لېونتوب كې پرېږدئ
ايله مې اوس سترګې شوې پټې خلكو

يار لټومه ما په خوب كې پرېږدئ
مئين دمينې په مذهب پوهېږي
واړه د عشق په لېونټوب كې پرېږدئ
دا ابادي شوه ټوله ستاسو خلكو
پرې مې ږدئ دهغه وېانه كې پروت يم
زه لېونى دپانګ نه يم خلكو
په خړه خاوره بيابانه كې پروت يم

د وخت بادشاه هم ورته تاب نه لري
د عشق قانون باندې چې پوى شي كله
هله به ومني مذهب د مينې
چې دى هم شمعې غوندې توى شي كله

راز به د واړه لېونيو زده كړي
چې دى هم مات زمونږ په خوى شي كله
د وخت واكداره څه دې كار دى پر ما
پرې ږده د مينې آشيانه كې پروت يم
زه لېونى دپانګ نه يم خلكو
په خړه خاوره بيابانه كې پروت يم

زه دجانان غېږې ته اوس لاړمه
طالبه مه وايه اذان د سبا
لامې يوه شېبه ليدلى نه دى
دومره ژر مه راوړه فرمان دسبا

(( خاونده )) داخوستا په وس پوره دي
خېردى معتل كړه لږ عيان دسبا
قسمته نن غاړې ته هار شوم ديار
لكه ماشوم يې ګرېوانه كې پروت يم
زه لېونى دپانګ نه يم خلكو
په خړه خاوره بيابانه كې پروت يم

 اوس مې ورو، ورو دزړګي درد كمېږي
اوس مې درمان ته رسېدلى دى لاس
اوس راوتلى يم د هجر سيند نه

اوس مې جانان ته رسېدلى دى لاس
اوس به له طوره رڼا خپله راځي
اوس مې ايمان ته رسېدلى دى لاس
زه (( نظير )) نوره دنيا نه غواړمه
زه نن د مينې خزانه كې پروت يم
زه لېونى دپانګ نه يم خلكو
په خړه خاوره بيابانه كې پروت يم

Also on Fandom

Random Wiki