له پارونه دساړه بادلښکر راغی
ځنګل پټ شو په سرو ژيړو پاڼو باندې
سیند څېره په باد راوړيو پاڼوپوښ کړه
مازیګر دزيړي لمر زرينې وړانګې
لکه پريوځي زيړ څراغ پر زرو باندې
دوه شاهینه داسمان پر لمن راغلل
ددرې پر سر له وريځو لږ راکوز شول
بیګانه ګامونه اوري په دره کې
ځوان شاهین بله دوره وکړه او لوړ شو
دمرغيو سیل ځنګله کې بیا پناه شو
ایلینو لام نه رخصت واخېست او ولاړه
ځوان عاشق یې لا دآس ګامونه اوري
لا یې شته په خوله کې خوند د يار دشونډو
لایې مست نظر دسترګو تصویر ساتي
لایې عطر د بدن هواکې پاتې
مازیګر دی او سړه هوا چلیږي
لمر ته څو شیبې مزل تر غره دی پاتې
چې ناڅاپه له کوم لوري شنشهار شو
دکوم مست اویاغي آس د پښوغږ دی
يو آس نه دی ، دوه که درې ورسره نور دی
له پښو لاندې یې رغړي کاڼي ښکته
داسې ښکاري چې کوم لرې ځای نه راغلل
مساپر به وي کلښوم ته څوک راغلي
دلام سترګو کې یې خيال ددلبر مات شو
څو سواره دغره له کيڼې خوا نه راغلل
دسپرو مشر پر تور آس راښکاره شو
لویه توره یې په ملا پورې تړلې
پولادين خول یې پر سر ايښی له پاسه
درې آسونه ا وسواره پسې روان وو
ښکاريدل چې ددې مشر پاسبانان وو
رانږدې شول دلام کور ته يو څوګامه
لږ څه تم شول چې د کور خاوند پيدا کړي
لام چې وکتل دجنګ سردار راغلی
ها د تورو او د ننګ سردار راغلی
"ګېښ" چې لوی سردار د جنګ او د جګړې و
مخامخ ولاړ لمن کې د درې و
لام سلام وکړ راغليو میلمنو ته
اې ددې وطن نوموړو اتلانو
خدای مو راوله ددې فقېر درشل ته
چېرته درومئ او په کوم لور مو سفر دی
په څېرو کې مو د اوږد مزله اثر دی
ګیښ د آس وندنی کلک کړ رانږدې شو
ښه په ځېر د لام دکور په نندارې شو:
ځوانه څوک یې دلته لرې دغره خواته
دکلښوم له ښاره لرې دلته اوسې؟
بري لام یم واستاکار دتصویرونو
دنقشونو هم د پاڼو او ګلونو
ګېښ چې ځېر شو نو راکوز شوله خپل آسه
پاسبانان یې هم راکېوتل له پاسه
ویل یې: ته یې هغه ستر نقاش د سیمې
نورستان دې چې هنر ته په سلام دی
ستا دنوم آوازه ما هم اوريدلې
ستا د ګوتو انځورونه مې لیدلي
خبر شوی یم چې تایمرا جوړه کړی
په آس سپور دې تر کشمېره دې لیږلی
په کشمېر کې خلک ستاهنر ته ګوري
دیمرا پاچا حضور ته په ګونډو دي
هغه ته یې چې له تېږې څېره ساز کړې
له لرګيو نه پيکر جوړ په اعجاز کړې
داخوښه شوه، چې مې ولیدلې دلته
زه یم ګيښ سردار دجنګ اود وژنو
چې پر توره مې خړوب دي ډېر سیندونه
چې زما دلښکر غږ شي غرونه ريږدي
چې زما دسپرو شور شي زمکه ښوري
زما سرتېري چې راپاڅي دنیا سوزي
زما له وهمه ددیوانو اروا سوزي
اوس روان یم دیمرا پاچا ماڼۍ ته
خبر شوی یم یمرا دی تیروتلی
راجه ګانو په جادو دی ګمراه کړی
ماله هند سره جګړه وه پيل کړی
ډېر وګړي شول د پيل تر پښو لاندې
ډېر سرونه مې په تورو آواره کړل
ډېرې زمکې مې راخپلې کړې يمرا ته
مګر اوس یمرا دسولې غږ ایستلی
راجه ګانو ته یې امن دی ورکړی
يمراخپله څېره وړې ده کشمیر ته
ده غرور دنورستان دی نن مات کړی
زما د تورې تنده نه ده ماته شوې
ځم دربار ته دیمرا چې پيام ورکړم
زه به جنګ په هندوستان کې بیا میلمه کړم
زه به راوړمه دزرو انبارونه
دالماسو دیاقوتوامیلونه
دیمرا دربار به ډک له خزانو کړم
نورستان به موړ دلعلو په دانو کړم
بري لامه دامې یون دامې سفر دی
یوبل جنګ ته مې جوړ کړی لوی لښکر دی
ګېښ په ډېر غرور دجنګ داستان بیان کړ
لام یې خپل قوت او زور ته هک حیران کړ
باد راوالوته له ستره هیندوکوښه
دځنګله دونو څانګې یې کږې کړې
شنه پرده یې له مرمرو کړه راغونډه
دګېښ سترګې په ډبره کې شوې خښې
دحیرت ګوته یې غاښو لاندې کېښوده
دلام ستر هنر یې هوش له سره یووړ
ویل یې واه ! 'دنورستان دهنر پلاره
دادې څه قیامت جوړ کړی په مرمر کې
وایه څوک دداسې حسن ده خاونده
دادچا څېره دې كښلې په ډبره
ددې جسم مېرمن دومره ښایسته ده ؟
که داستا هنر ده دومره ښکلې کړې
وایه څوک دې په زړګي درننوتې
چې دې خيال دی دومره ستر هنر کاږلی
زما زړه یې په ډبره کې بندي کړ
ستاهنر ښاغلیه څومره دی پياوړی
لام پرده پر مرمر بېرته راخوره کړه
ویل یې نه ښاغلیه دا زما هنر نه دی
ددې جسم ملکه ده ډېره ښکلې
هومره ښکلې چې زما له ټوله خياله
له هنره اوله روح نه هم ده ستره
هومره حسن چې لري ددې خاونده
زه عاجز یم دهغې له تصوره
زه ناکام شوم چې یې جوړکړمه بل مثل
ایلینو دستر یمرا لورده آغلې
چې دسترو ښایستونو خزانه ده
په اعجاز ده جوړه کړې دخدای ګوتو
زما هنر یې وتمثیل ته بهانه ده
داتمثال به لا نیمګړی وي څو پايي
زماقاصر هنر یې نه دی د تراشلو
د هغې شونډې اوسترګې تفسیر غواړي
زماخيال او فکر یې نه دي دويل
زمانه به راپيدا کړي داسې ګوتې
چې پوره کا زماهنر ددې په مینه
تر هغو به دا ولاړه وي همدلته
نا پيدا لکه زموږ دهستۍ وينه
دګېښ خیال دایلینو حسن کې ورک شو
د هغې دتش تمثال نندارې یووړ
نور جهان ورته راتنګ لکه ګوتمۍ شو
دیمرا کورته روان په ناکامۍ شو
وېشنيزه:شعرونه ا وېشنيزه:عبدالغفور لېوال