FANDOM


څومره نږدې راغلې څومره دې اوږده كړه راته
ديار كوڅه دې اى رقيبه سره لمبه كړه راته

درڼا لمره تا هم څه كانه راوكړه پر ما
دورځ تر شادې راپسې هم توره شپه كړه راته

هغه خې هم زمادژوبل اوجود درد ؤاشنا
تاچې دوصل په شېبه كې مخه ښۀ كړه راته

دومره تاكيد دې په راتلو وكړ بيا هم رانه غلې
هومره دې ماته كړه چې څومره دې پخښه كړه راته

اوس خو به خود درنه ځارېږم چې شوې ځار له مانه
دمحبت په پتاسو دې خوله خوږه كړه راته

سم چې په راز دمحبت زه نظير وپوهېدم
څومره بې وخته دې دژوند ډيوه ګۍ مړه كړه راته

۳ – ۲ – ۲۰۰۹

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki