FANDOM


زما په لوند ګريوان د تړمو اوښکو هار ګرځي

د ښکلا چم کې راته غلى ، غلى يا رګرځي

مئينه غلى شه د مينې نوم په خوله وانخلې

منصور د مينې لېونى په سر د دار کرځي

زړه کې مې يار راته په لپو لپو اور اړوي

ګرځي راګرځي مينه نه کوي په قار ګرځي

د غره لمن کې شپون شهيد شو شپيلۍ ماته شوله

زخمي زخمي نغمې ګوګل کې د ستار ګرځي

ساقي جامو نه ورله مه راوړه مستي نه کوي

" تړون " د شونډو خوند ليدلى دى خمار ګرځي

کونړ - ١٠ – ٥ – ١٣٧٨

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki