راشه چې دواړه د یو بل له غمه اوښـکې توئ کړو
له شمعې زده کړو د اجل له غمه اوښکې توئ کړو
شنه نښـــــــــترونه يې د اور په ژبۍ کـــې ونځیدل
لږ به د سوات او د کابل له غمه اوښکې توئ کــړو
خنجـر پردي وي خو خپلوان مو په مغزي کې وهي
اوس د پردي او که د خپل له غمه اوښکې توئ کړو؟
زړونه نري شـول او که نوم د وطـــــن خوږ لګيږي؟
په یادولو یې هـــــر ځل له غمه اوښـکې توئ کـــړو
«ځدراڼه» خاوره پر موږ حق لري د مور په شانتې
پوره به نشي که یې تل له غمه اوښکې توئ کــړو
سوېډن ـ مالمو
۲۰۰۹/۱۲/۱۶
وېشنيزه:ولایت خان ځدراڼ