Fandom

شعرونه

اى په مشرق کې د مغرب واکداره

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

د ١٣٨٣ کال په نارنج گل کې لوستل شوى

ا ى په مشرق کې د مغرب واکداره
ستا نه دې پاک خداى دا زور واخلي
زما د خاورو کور دې لولپه کړ
ستا دې دا سپينه ماڼۍ اور واخلي
يارانو دومره زوريدلى يمه
والله که داغ مې زړه ټکور واخلي
که پا کستان همداسې وي ملګرو
جنګ به څلېريشت کاله نور واخلي

ما ته په سر چور لکې مه ګرځوه
تا خو زما په وطن غم جوړ که
خپلو بنګلو ته رڼا ګانې ګورې
زما جونګړې ته دې بم جوړ که
تا راته کومه فابريکه جوړه کړه
کوم يو سرک دې راته سم جوړ که
خالي همدومره دې له وسې کېدل
چې غټ نفاق دې چم په چم جوړ که

زه مسلمان ابراهيمي ملت يم
زما په خټه کې توحيد پروت دى
زما پر پاکه د تاريخ پر پاڼه
نوم د خالد بن وليد پروت دى
حسيني مينه مې په غشو ولي
په کربلا راته يزيد پروت دى
غم وطنه راته زړه کې داسې
لکه د پير بابا مريد پروت دى

مشره په اوتو بوتو نه کېږي نور
زموږ لاسونه ستا ګرېوان غواړي
زما د وران جومات نه چغې خېژي
خالي ممبر رانه اذان غواړي
زموږ د حال پوښتنه نه کوي څوک
دلته اوس هر سړى خپل ځان غواړي
له دې حالاتو معلومېږي داسې
چې خلک بېرته طالبان غواړي

ته ټوله شپه شونډې پر شونډو مښې
زموږ د زړه نه وينې دارې وهي
زموږ خيمو کې ماشومان له يخنۍ
سلګو نيولي دي کوکارې وهي
ستا له دې دو مره امکاناتو سره
 غله هره شپه دا لويې لارې وهي
هم ګاونډيان درځنې ډډه نکړي
زموږه پولې وهي بارې وهي

نو غوږ شه سر به دې نور نه خوږوو
موږه دا خپل نظر ازاد غواړو
نور سر له ډا ګې ، ډاګې نه وهو موږ
دا وران ويجاړ وطن اباد غواړو
موږ دا بې وسه دا بې علمه اولس
درنه تعليم غواړو سواد غواړو
چې مو د سر او مال ساتنه کوي
 موږ هغه خلک زنده باد غواړو

Also on Fandom

Random Wiki