Fandom

شعرونه

ايرې

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

خدای(ج) د خپل نور له کومو وړانگو جوړه کړې یې ته؟

چې زما تیاره ژوند دې رڼا کړ داسې

ښايي چې ته به د برېښنا د یوه پړک په شانې

زما د ژوند له اوږدې شپې تېره شې

او ښايي بیا به دې ونه شم لیدای

هو! ته به ولاړه شې خو ستا رڼا به

زما له ژوند سره تر پایه مله وي

خدای (ج) ته د کوم غزل سرلیک پیدا کړې؟

چې له دې وروسته زما د ټولې شاعرۍ تصویر شوې

او که ته غواړې، چې ما وپېژنې

یو ځلې وخانده بس پوهه به شې

زه د ایرو څلی یم

او ته د خدای(ج) د جنتونو وږمه

راځه او ړنگ مې کړه

ذرې ذرې مې یوسه د اسمان لوري ته

داسې مې ورک کړه چې مې څوک چېرې بیا نوم وانخلي

تر لسو شلو کلو ډېرې شپې شوې

چې ته مې خوب کې لیدې

خو پېژندلې مې نه

او دادی اوس دې وینم

چې له اسمانه دې د مینې صحیفې راوړي

بس ته په دې پوهه شه

چې له ازله تر ابده به یوازې همدا یو امتي

ستا صحیفو باندې ایمان ولري

ستا صحیفو کې د خدای(ج) امر دا دی

چې ستا په زړه کې به یوازې د یوې مینې معبد جوړېږي

ته هم په دې پوهېږې

خو پټوې یې ماته حال نه وايې

زه د ایرو څلی یم

مگر تر هغو پورې نه ورانېږم

چې راته ونه وايي :

«تاسره مینه لرم»

۱۴لیندۍ ۱۳۸۱ 

Also on Fandom

Random Wiki