Fandom

شعرونه

اي وطنه ستاپه عشق کي

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

ای وطنه ستا په عشق کې زه تېر تر خپل ځان يمه

ستا چې ترقي غواړي زه هغسې يو ځوان يمه

ای وطنه ته يې هديره د مور و پلار زموږ

ته لکه زيارت زه منجور ستا د آستان يمه

يو ذره د خاورې ستا په درست جهان به ور نه کړم

يو موټی له خاورې ستا په سر و مال قربان يمه

تېر به شم له سر نه لاکن نه ستا د يو کړکي نه

ځکه چې دنيا کې مشهور شوی په افغان يمه

خير دی که وچ کلک يم د غيرت ټوټه مې پاتې ده

ستا د هر دښمن په مخ کې تندر د اسمان يمه

نشته داسې بخت لکه چې ما ملنگ جان خپل وليد

شپې ورځې دا ستا په غېږ کې پروت خوشال خندان يمه

Also on Fandom

Random Wiki