تاچې نن دشونډوجام په شونډواړولى دى
مالېوني هم خيام په شونډواړولى دى
خېركه تا دكوچودغونډاروڅكه كړې ده
ماهم ژېړ پېروى خام په شونډواړولى دى
تايې كه په لاس دزلفو تار له مخه لرې كړ
ماهم ترې همدغه دام په شونډو اړولى دى
يو ته وې نانانه چې تر ما راغلې او ښكل دې كړې
هسې نه چې ما نيلا م په شونډو اړولى دى
حق حېران يم پاتې چې تشبې يې ګل كه اوركړمه
ما نظير دې دومره پام په شونډو اړولى دى
وېشنيزه:نظیرالحق قریشي