FANDOM


د زړه کنډول کې مې تحفه ورته ايمان ونيوه

کافر جانان رانه دکور ديوال ته ځان ونيوه

د بڼو شپول له دې څنډ ورکړه اوښکې مه نيسه پرې

داننګو په وچه للمه دې باران ونيوه

اول مې ته کړې ورته مخکې خدايه يا رغلى شو

بيا ورته ما په دواړو لاسو کې قرآن و نيوه

زما د مړې مينې بدل کې به ايمان راکوې

که په قيامت کې مې دا ستا مغرور ګرېوان ونيوه

د کابل پيغله بم وژلې ده ليوان ترې تا و دي

تورې بلبلې ترې مښوکه کې پيزوان ونيوه

خدايه زما د ازل پاڼه کې دې څه ليکلي

ستا په دنيا کې مې د نازه ډک جانان ونيوه

کونړ – ٢٣ – ٢ – ١٣٧٩

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki