FANDOM


ژوند دې ډک له مينې وي همدغه مې ايډيال دى

سور دې وي سندرې دې وي دغه زما خيال دى

زه خو وايم مينه کې د زړه اخستل ګران دي

خلک وايي ګران پکې د نرمو شونډو سوال دى

څوک د کنعاني زړګي په تل کې راته پروت دى

نور دى د يوسف له نسله غږ يې د بلال دى

مړ به شي رسۍ چنار کې مه تړه جانانه

وايي ابراهيم (ع) پسې شلولى خلکو ټال دى

تنده ده مزل دى وچکالي ده راپه شاشه

پښې به دې تڼاکې شي ګرمي ده پشکال دى

ورو مې د چا ګوتې کړې را تاول چا راته وويل

مه کوه ښه ښکلى دى رالوى به شي وبال دى

غشي لينده اخلم نن مې کړى دا تړون دى

وژنمه ښامار چې د ښامار په خوله کې لال دى

٢٩ – ١٣ – ١٣٨٠

کونړ

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki