FANDOM


دادكومې بادې زور دى دا دكومې بادې رس دي
چې همه د ميو تږي په فرياد اوپه جرس دي

يو دظر دې دې په سرو ګلو په ګلشن سهار پرېوتى
همه واړه سره ګلونه ستا ومخ ته په هوس دس

نور دې مه غړوه سترګې نور مې تاب دزړګي نه شته
ستا دا يو نظركاته هم زما ټول عمر ته بس دي

مينه داسې اوبه نه دي چې دې تنده كاندې ماته
دې سېلاب په مخه كړي رانه هر څه لكه خس دي

ستا ښكلاكې اشنا ګوتې پولۍ شوي د ملكو
هغوى هم مئين له مانه پر تاګرانه يو په لس دي

ستادخولې خوږې خبرې ما نظير لره كافي دي
نور همه واړه خبرې ددنياراته عبس دي

۳۱-۱ - ۲۰۰۹

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki