Fandom

شعرونه

باندې بدل شو

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

دعشق هريوقدم مې په انجام باندې بدل شو
وخت راسره هم په دغه ګام باندې بدل شو

اوس مې درنه لاره دخلاصون نه شته جانانه
ستا دزلفو تار ، تار نن په دام باندې بدل شو

نن رقيب ديار مخ كې خوله جوړه كړه ښېروته
نه پوهېږم يوځل په سلام باندې بدل شو

مخ دې لكه لمر غوندې روښانه ؤ سهار كې
څنګ تر مازديګر آرام ،آرام باندې بدل شو

يو بل ته كاته ؤ يوه مينه وه يو جنګ ؤ
شوخ نظر دې يو دم په قيام باندې بدل شو

اوس نظيره لاس كې د رندانو پيالې نه شته
اوس نظيره هريو په اسلام باندې بدل شو

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on Fandom

Random Wiki