FANDOM


په درنو سترګو درانه ، درانه باڼه وړي
جادوګره ده بلاده زما زړه وړي

ځوانې هيلې مې اسونو باندې غلى
د ا ټک سرته سرشاره پښتانه وړي

بيا دکوم يوليوني اجل راغلى
بنجاره زموږه کلى ته رانجه وړي

د کوچانو پېغلې راغلې ګودر جوړ شو
له کلاله منګوټي پاښه پاښه وړي

تړون وژني ليونۍ کوڅوکې ګرځي
کشمالي په تورو څڼو کې کاږه وړي

کونړ _ ٣٠ – ٧ ١٣٧٨