زه له ښار څخه دباندي په ګوښه كي درېدلى
د هغې ډبري څنګ ته چي پرې نوم د ښار ليكلى
اوس له لوړي ورته ګورم بېګانه يمه راغلى
هغه ښار په سترګو وينم چي كلونه مي ليدلى
تور ځنګل راته ښكارېږي لكه كلى د دېوانو
لكه سيمه د لېوانو لكه ښار د پېريانانو
يا خو هر څه بدل سوي او يا زه ورته بدل يم
هغه شين تازه ځنګل دى زه پردى يمه زه بل يم
څه ياران مي د خالپوڅو څه ملګري څه دوستان مي
څه د عمر اشنايان مي څه خواږه خواږه خپلوان مي
اوس يې ږغ په ښار كي نسته رانه وړي دي كلونو
لكه پاڼي رژولي د خزان وحشي بادونو
چي د سيند اوبو ته ګورم مرغلري دي بهېږي
يو پر بل څپې سپرې دي تر ساحل پوري رسېږي
له اسمانه د لمر وړانګي د پخوا په شان ځلېږي
خو افسوس چي ورته ګورم بېګانه راته ښكارېږي
نه د لمر هغه شغلې دي چي هر وخت به ځلېدلې
نه د سيند هغه څپې دي سر پر سر چي به راتللې
وېشنيزه:عبدالباري جهاني