Fandom

شعرونه

بدکاره

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

زما تن د اينې ماتې ټوټې دي
زماتن كې روغ وجود نه كتل كيږي
او جوهر مې د هوس نوكانو وران كړ
هر يو مخ پكې پيكه، پيكه ښكاريږي
 
نا پيژانده كسان راشي را نږدې شي
په شيبه كې مو تر منځ فاصله نه وي
كه د خوند وي كه بې خونده وي خو تېر شي
د شېبو د وصال هېڅ ادامه نه وي

د هوس د لارې ستړي لاروي وي
راشي زلفو ځنې څنډ وهي ګردونه
ويښته سم كړي روغ او جوړ بېرته روان شي
شاته پريږدي په خنجر وهلي زړونه

د وجود د ماتيدلو اواز نه وي
ګني غږ به مې واى غرونه لړزولي
د ټوټې، ټوټې وجود چاره مې نه شي
نه يې كار شي په پتري او نه په پړي
 
زندګي مې راته لمر د مازيګر شي
ساه مې بنده بنده كيږي شپه رادرومي
هېڅ امېد مې د راتلونكې ښه ژوند نه وي
نه وي څوك چې به په لاس ډېوه رادرومي
 
نن مې ستا په ليدو زړه په ټوپو راغى
نن مې زړه له لاسه تللى غوندې حس كړ
ستا څېره مې په خوبونو كې ليدلې
په رښتيا مې زړه بايللى غوندې حس كړ
خو
اوس مې تن د آیينې ماتې ټوټي دي
ستا د زړه د سر د جيب د اېښود نه يم
اوس بد كاره يم هر څوك راځنې تښتي
كه هر څو يم ښايسته، د پر ېښود نه يم
 نو
ته ناځوانه څومره ورسته راته راغلې
چې ما هر څه د هوس قيمار كې بايلل
ارزښتونه مې، چې ته یې اخیستی شوې
د اوږده ژوندون د سر كتار كې بايلل

Also on Fandom

Random Wiki