ويکي شعرونه
Advertisement

په نارو چي دتکبير دي خپل پاڅون کړه
ستا په لاس قدرت روسان واړه زبون کړه
هرمحاذ کي دي نصيب فتح نصرت وو
دالحاد په وړاندي تا چي اوښتون کړه
تندر،تالنده دښمن ته ښکارېدلې
سهاربرېد چي په تياره به دي شبخون کړه
په لړزه دي له هيبته شرق او غرب وو
يهوديت اونصرانيت دي په افسون کړه
شهادت ته دي لبيک لبيک ويلو
ځان په وينو دي خاټول،لاله زرغون کړه
انديښنې دمرګ اوژوبلي تښتيدلې
غر،ميره،کلی اوښار چي تاګلګون کړه
توپ وټانک اوطياره درته وې ټوکي
نابودۍ ته يې چي تا يوو ځل تړون کړه
جرنيلان دي وتدبير ته په حيرت وه
ډګري سوبو دي لوی،واړه مفتون کړه
اوس هم هغه قهرمان يې بسم الله کړه
دغليم په وړاندي صف دپيوستون کړه

٢،جنوري،١٩٩٣ متحده ايالات،کلفورنيا

Advertisement