FANDOM


بس چې محضې دې را پام وي پرې خوشال یو
بس چې دغومره اسلام وي پرې خوشال یو

لکه ستا د دوو نریو شونډو غوندې
چې بس دوه کرښې پیغام وي پرې خوشال یو

زړه ته نه چې ستا د زړه پاچهي غواړو
زړه چې ستا د زړه غلام وي پرې خوشال یو

موږ ته هسې هم په برخه نه رسېږې
ستا غامبوري که حرام وي پرې خوشال یو

بې نظامه بدې ورځې مو په یاد دي
چې تش نوم یې د نظام وي پرې خوشال یو

چې مو څوک تر قدمونو لاندې نه کړي
بس چې دغومره مقام وي پرې خوشال یو

شونډې سرې ښې دي، پخې ښې دي قراره
اننګي چې څومره خام وي پرې خوشال یو

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki