Fandom

شعرونه

بـاد

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

وګورﺉ باد څومره مین شاعر دی

تل وي د شنو پاڼو په غېږ کې ویده

یا خو د لوخو په ځنګله کې چېرې ناست وي

او شپیلۍ غږوي

کله د پېغلو مخ ته لاس اوږد کړي وربل یې جړ کړي

کله یې تار تار زلفې وشیندي پر سپینو مخو

وګورﺉ!

باد کله پر هغې نجلۍ هم لګېږي

چې پر سپین اس سوره وي

او د نازک کمیس تر شا یې د بدن ابشار

څپې څپې پر زړه ورېږي

¯¯¯

یوازې باد دی چې د وږیو او بربنډو له کوډلو نه خبر اخلي

ښايي چې باد به په (انسان) مین وي

د هر چا ور ټکوي

هر چاته غېږ پرانیزي

څه بې توپیره دی باد

څه مهربانه دی باد

وګورﺉ!

زموږ کلي کې هېڅ څوک نه شته

لوګي یې مړه، کلا کنډرې او چینې یې وچې

د سوزېدلو ارواګانو سیوري هم نه لري

خو لا تر اوسه پکې باد لګېږي

تاسې یې اورﺉ؟

هغه چیغې وهي

هغه ماتېږي،

هغه ژاړي،

هغه مینه کوي

وګورﺉ باد څومره ځوان مرده یار دی

وګورﺉ باد څومره م'َې'ن شاعر دی

۱۳۷۷/۱/۲۷

کندهار

Also on Fandom

Random Wiki