Fandom

شعرونه

بـاران

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

ها مازیګر چې له باران نه وروسته

څومساپر څاڅکي دمه شول ستا پر ښکلو او نازکو شونډو

او په نڅا نڅا کې پېغلې وږمې

د استاد تور کاکل لمدې څانګې راوڅنډلې

ها مازیګر یادوم

چې کتارونه د کوچيو پر خو تلل ستا د ښایسته وو اننګو پر لاره

داسې مخ ښکته د ګرېوان تر اېلبندونو پورې

او ښاپیرۍ دې د بدن

د لامده شوي کمیس شاته په څه ناز خوځېدې

چې د کمڅو مستې ساقي دې د ګلابو پیالې

پر سر را اړولې

په هغه ورځ ما سره

د پسرلي حسودو سترګو هم منلې وه چې:

ته له هغه باران نه

او ته تر هغه مازیګره هم ښایسته ښکارېدې

۱۳۷۴/۱۰/۳۰

کابل پوهنتون

Also on Fandom

Random Wiki