Fandom

شعرونه

بـي بي زره

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

دشنو بنګو بوى را نه غى

د شنوبنګو بوى رانه غى

د کوچۍ په ټټرناڅي

د لونګو بوى رانه غى

بي بى زره ړنګه بنګه

دسپيرې سهرا ملنګه

بي بي زره دډول لښته

دګلونو پرسر رغښته

بي بي زره ليونۍ وه

په غمونو کې بيباکه

په خندا او په سندرو يې

چوه دسوي زړه تڼاکه

بي بي زره بې سالو وه

لکه رنګ په الوته وه

په خبرو کې وه تيزه

په سندرو کې اوبه وه

بي بي زره ليونۍ وه

بي بي زره يوه شپنه وه

له خندانه تکه شنه وه

چې باران به ښه زړه سوړ کړ

دچونګښو به کورړى وو

لکه لښته تاويد له

زړه يې يارپسې سورى وو

زه هم وړ ومه هلک وم

بي بي زرې نه به ورک وم

دې به داسې نارې وهلې

وه دي سرې سدرۍ هلکه

رب دي ديد راسره وکه

شنه واښه به يې کول

زيړه غوابه يې لوشله

منډه منډه زغله زغله

يارته يې سره خومله ورکوله

په غمونو کې شريک وو

په ښاد ۍ به ګډيدلو

څه دښې ورځې ياران وو

په هيڅ رنګ نه بيليد لو

دخوبو مې وه ملګرې

راته ويل به بي بي زرې

اوږد د زاڼو سيل به رشي

ما به يوسي له تالري

ته به پاته شې جانانه

ډک خورجين خوږې سندرې

زڼکي هغه زڼکي دي

پوزې بهيږي نرۍ

سرونه ډک له ريچو

يو سينځلې ته وخوت

بل ګز اوبو کې ولاړ

نيم دچمانو شيلک

يو پاليزه ته غلى

Also on Fandom

Random Wiki