Fandom

شعرونه

بلبلان ځکه فرياد کا

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

بلبلان ځکه فرياد کا په چمن کې
چې اغزي وي همېشه دګل لمن کې
                                    * * * *
په امېد دپسرلي يم ګوندې راشي
په دا هيله مې دزړه سترګې بينا شي
جوړ دزاڼو شي اټن او په نڅا شي
شين بخمل د (جلګو) خور اور په بيديا شي
اندليب به په سرود ددې ښکلا شي
خوشحالي به مو دزړونو په دنيا شي
مرور وروڼه که خپلو کې پخلا شي
لکه ستوري دآسمان به په ځلا شي
توره شپه به دظلمت سپينه رڼا شي
 هم به ورکه مو له مخ توره بلا شي
 ددښمن سرونه تاو شه په کفن کې
چې اغزي وي همېشه دګل لمن کې
                                    * * *
په اغزنه لار به کېږدي يو قدم څوک؟
په داهسې ځاى به جوړ کاندي حرم څوک؟
قبلوي په خپلو زړونو داسې هم څوک؟
دى زمونږه او اوسېږي مو په چم څوک؟
کړي راپورته به په ګوتو کې قلم څوک؟
چې پرې وليکي زمونږ دزړونو غم څوک
غورځوي مو په سرونو باندې بم څوک؟
څڅوي اوښکې زمونږ لکه شبنم څوک؟
راکوي دغمو نېش لکه لړم څوک؟
نه شته کېږدي په زخمونو مو ملهم څوک؟
مونږ دغم په شېبو پايو په خطن کې
چې اغزي وي همېشه دګل لمن کې
                                    * * * *
دليدو دې يم جانانه ډېر مشتاق زه
درته راشم دخيالونو په براق زه
سوزم ياره ستا دحجر په حجاق زه
نه پوهېږمه دژوند په جفت و طاق زه
اړومه درپسې دژوند اوراق زه
ستا دچم سپو سره هم کوم اخلاق زه
په ژوندون باندې دې مړ يم په فراق زه
ددنيا عېش ته به ورکاندم طلاق زه
چې دې واورم دبېلتون ظالم شپېلاق زه
هله ! بند شوم دغمونو په اطاق زه
وي راحت به تر داحال په ځنکدن کې
چې اغزي وي همېشه دګل لمن کې
                                    * * * *
زه په لټه دسپرلي يم راوتلى
خداى زده وي به رانه کومې خوا ته تللى
مرور دى زمونږ کلي نه وتلى
ديتيم غوندې به ناست وي چېرته غلى؟
وي کوم جور به په زړه باندې داغلى؟
اسوېلو به يې زړګى وي پړسولى
راته وښايي دنيا کې داسې ښکلى
چې هغه وي دسپرلي غوندې ښاغلى؟
چې هر چا وي خپله غېږه کې نيولى
هسې نه چې زړه يې غم وي ورچولى
زړه به څه کړم دردېدلى په بدن کې
چې اغزي وي همېشه دګل لمن کې
                                 * * * *
چې دمينې په درياب کې ورداخل شوم
 د ژوندون له ښو او بدو نه غافل شوم
کړم چې مينې لېونى هله عاقل شوم
پوه دمينې په دليل او دلايل شوم
خلاصه غېږه په مثال لکه رايل شوم
زه ديار دمخ ليدلو ته قابل شوم
کله مينه کې پاچا کله سائل شوم
د ژوندون خوږو ترخو ته چې قايل شوم
 په حصول دمحبت کې ناقابل شوم
زه ورګد په بې پايانه لوى ساحل شوم
خدايه جوړ بهير دمينې کړې وطن کې
چې اغزي وي همېشه دګل لمن کې
                                      * * * *
چې نظر مې دآشنا په خط او خال شو
دځوانۍ موسم يې نوى لکه کال شو
حيران پاتې يې ښايست ته هر مشال شو
پرې پوره مې دزخمي زړګوټي سوال شو
هر نظر مې موړ ديار په خوږ وصال شو
وهر چاته مې څرګند دمينې حال شو
رنګ مې تور په عاشقۍ لکه ذغال شو
چې آګاه هر څوک دمينې په مثقال شو
عاشقۍ کې هغه تېر تر سرو مال شو
دپتنګ ايره وهر چاته مثال شو
زه نظير بند شوم د عشق په كمند كې
چې اغزي وي همېشه دګل لمن کې

Also on Fandom

Random Wiki