Fandom

شعرونه

بيا هغسې

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

هسې خو نه ما بل بشر ونه ليد بيا هغسې

ما د چا سترگو کې اثر ونه ليد بيا هغسې

ته پرې راتلې چې ترې راتلې به د لونگو وږمې

تر تا مې وروسته پورې غر ونه ليد بيا هغسې

څنگه سپېره سپېره بيا وروسته نصيبونه د وخت

په شنه اسمان مې زېړى لمر ونه ليد بيا هغسې

چې ترې زما مړي ژوندون به د ژوند سا اخيسته

ولاړ اشنا مې په کنډر ونه ليد بيا هغسې

زه دې کوڅه کې تېرېدم به چې نيمکښى به شو

قسم دى هيڅ مې هغه ور ونه ليد بيا هغسې

چې د منگيو او بنگړيو شور ترې کډه وکړه

چا په دې بر گودر محشر ونه ليد بيا هغسې

هسې اشنا چې ستا د هجر په شپه ما ليدلى

ما بېکسيار هغسې اوتر ونه ليد بيا هغسې.

Also on Fandom

Random Wiki