Fandom

شعرونه

بيا هم مينه کوو

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

د امين الحق امين د يوه شعر په لار وۍ (اوس گوزاره د زړه په وينه کوو...)

موږ خو د سر په بيه مينه کــوو

هر يو ازمېښت د زړه په وينه کوو

نغاړو پر څوکو د بڼو خپله لار

د مينتوب خبره سپينه کوو

يو، له ازمون بټۍ مخسور راوتي

چې اراده تل پولادينه کوو

نور د مهال په دروهونه دروهېږو

هر يوه چاره په رښتينه کوو

موږ يتيمان خو په ژړا پاخه يو

څه به فرياد له هر ناورينه کوو

گروهه ايمان لرو، پر خپله پوهه

نه چې پلپوټ له دين سادينه کوو

لکه د لمر مو ژوند جگړه ښکاره ده

نه لکه غل بريد له کمينه کوو

فرهادي عشق مو خسروان لړزوي

د ښکلا زباد لکه شيرينه کوو

که مو په ستونو کې نغمې وچې شوې

موږه څانگغوڅ بيا هم گلمينه کوو

هغه اسره دې وخوري سر، چې به يې

له ځوځ ماځوځو، چين ماچينه کوو

رنگ و نژاد نه شته په لوښه کې مو

په نوم انسان باندې لورينه کوو

ځئ چې پر ژوند يو بل ته غاړې وځـو

څه به وير يو د بل پر مړينه کوو

له خپل تگلوري جارواته مو نه زده

هر څه له خپل دود و آيينه کوو

ځان و جهان دي بدلول مو موخه

هر يو تکل په دې اړينه کوو

مينه مو ژوند و ژوند مو مينه زياره،

مينه مو کړي، بيا هم مينه کوو!

اکسفورد

۳۰/ ۱۰/ ۱۹۹۶

Also on Fandom

Random Wiki